د فراه ولایت د مرکز اړوند په ناامنه سیمو کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د باغ پل، دار اباد، ګینهکان او رج کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز ملي پولیسو څلور کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو د پشترود ولسوالۍ د چین افغاني کلي پر لاره ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړل.