پولیسو پنځه غله نیولي.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۵:۲۸
moi

پولیسو په بلخ کې دوه موټر سایکل سپاره غله نیولي. یاد غله د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې له یو میل تفنګچې سره نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ هرات کې هم درې تنه د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تور نیول شوي. یاد غله د هرات ولایت د دولسمې ناحیې او کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له غلو څخه یو شمېر وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.