په درېیو ولایتونو کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي او ۴۰ غلا شوي مبایلونه بېرته مالکانو ته سپارل شوي
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په تګاب عالم، غورماچ او سنګآتش ولسوالیو کې د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو ۸ تنه او په تخار ولایت کې د نقلیه وسایطو او څارویو د غلا په تړاو ۶ تنه نیولي دي.
همدارنګه، په تېره یوه میاشت کې په بغلان ولایت کې ۲۶ او په لوګر ولایت کې ۱۴ غلا شوي مبایلونه د برېښنايي جرمونو د کشف آمریتونو د منسوبینو له لوري کشف او بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل شوي دي.