د غزني د دعوت او ارشاد او ولسي شرطې مدیرانو د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو له لوی رئیس سره وکتل
د غزني ولایت د دعوت او ارشاد مدیر مولوي عبدالغفور سلیم، د ولسي شرطې مدیر مولوي تاج محمد متقي او ولسي شاعر علياکبر پروانه د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو له لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده سره وکتل. په دې لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو پر پاللو، له ولس سره د نږدې اړیکو پر ټینګښت او د ولسي شرطې او ۱۱۹ اطلاعاتي شمېرې پر ارزښت خبرې وشوې.
د لیدنې په پای کې د عامه اړیکو لوی رئیس له میلمنو هرکلی وکړ او ډالۍ یې ورکړې.