د بغلان والي له خبریالانو سره د لیدنې پر مهال د اسلامي امارت په چوکاټ کې د رسنیزو فعالیتونو د پراختیا غوښتنه وکړه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۲۴
asdsdf

د بغلان والي الحاج مولوي عبدالله مختار، د دغه ولایت له خبریالانو او د بېلابېلو رسنیو له استازو سره په ګډه لیدنه کې د رسنیو پر رول، د حکومتي ادارو او رسنیو ترمنځ پر همغږۍ او د بغلان ولایت د پراختیايي فعالیتونو د پراخ انعکاس په اړه خبرې وکړې.

د بغلان والي د ولایت د پرمختګونو، د خلکو د ستونزو او فعالیتونو په انعکاس کې یې د رسنیو رول مهم وباله او له خبریالانو یې وغوښتل چې خپل راپورونه دقت، چټکتیا، مسلکي ارزښتونو او ملي ګټو ته په پام او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې چمتو او خپاره کړي.

د رسنیو استازو د رسنیو اقتصادي ستونزې او له ولایت مقام او اړوندو ادارو سره د خبریالانو د همغږۍ موضوع مطرح کړه. هغوی د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.