په لوګر ولایت کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لسګونو اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره ۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.