د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له رئیس ښاغلي ابراهیم کالن او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د امنیت، مخدره موادو پر ضد د مبارزې، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږیو او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وکړې.