د لسګونو کیلواګرامه چرسو، زرګونو نشهيي ټابلېټونو او سلګونو کیلواګرامه کاریدونکو توکو کشف او ضبط
له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په بادغیس ولایت کې ۷۱ کیلواګرامه چرس، په کابل کې یو زر او ۳۴۰ دانې نشهيي ټابلېټونه او یو کیلواګرام چرس او همدارنګه په غور او فراه ولایتونو کې ۵ زره کیلواګرامه ومان او نور هغه توکي چې د نشهيي توکو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، کشف او ضبط کړل.
د یادو نشه یي توکو د لېږد په تړاو اووه تنه هم نیول شوي چې د نسبتي دوسیو له ترتیبولو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.