په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د غلا او شخړې په تړاو ۱۱ کسان ونیول شول
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د جلا جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه کسان د غلا او نورو جرمي فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
همدارنګه، د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د دویمې حوزې امنیتي منسوبینو شپږ کسان د شخړې په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.