په پنجشېر ولایت کې د ۲۴۵ کیلوګرامه نشهیي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د پنجشېر ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د پریان ولسوالۍ د انجنمن کوتل په سیمه کې د عملیاتو پر مهال، څلور تنه د ۲۴۵ کیلوګرامه نشهیي توکو د قاچاق پر مهال ونیول.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته له دوسیو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.