په بدخشان او تخار ولایتونو کې ۱۴۹ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ضبط شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۶۴ کیلوګرامه نشهيي توکي په بدخشان او ۸۵ کیلوګرامه نشهیي توکي د تخار ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړل.
همداراز، د یادو نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو اووه تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به له دوسیو سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.