لغمان او خوست کې؛ شپږ تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو، په څو جلا اقداماتو کې شپږ تنه له یوې اندازه چرسو او نشهيي ګولیو سره د خوست او لغمان ولایتونو په مربوطاتو کې نیولي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.