په کابل ولایت کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر نشهيي ټابلیټونه او دوه کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول
د کابل ولایت په مربوطاتو کې د شرطې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د نشهيي توکو د پلور په تړاو څلور تنه نیول شوي دي. نیول شوي کسان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۲۵۶ نشهيي ګولۍ، نږدې دوه کیلوګرامه چرس او یو اندازه شیشه (میتامفیتامین) هم کشف او ضبط شوي دي.