په لغمان کې د غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۳۸
asdfasf

د لغمان امنیه قوماندانۍ د مهترلام ښار د لومړۍ او درېیمې امنیتي حوزو منسوبینو د کشفي معلوماتو او پر وخت عملیاتو په ترڅ کې هغه څلور کسیزه ډله نیولې، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د خلکو له کورونو غلاوې کولې. له یادو کسانو څخه ۵۴۲۲ امریکایي ډالر، ۲۵۰ یورو، ۳۸۴۵ سعودي ریاله، ۳۷۸۶۰۰ افغانۍ او نور وسایل هم ترلاسه شوي دي. نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې له قانوني اجراآتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.