د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس کونړ ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه، مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، امنیه قومندان مولوي ضیاالحق حامد، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمد امین حق پرست او د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي نجیب الله حنیف سره وکتل. دغه راز د عامه اړیکو لوی رییس د ملي راډیو تلویزیون د امر سمیع الله تړون په ګډون، د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو له استازو سره هم ګډه ناسته ترسره کړه.
الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده په دې ناسته کې د ولسونو د پوهاوي، د ادارو او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او فکري رغونې په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او په دغه ولایت کې یې د "پولیس راډیو" د فعالولو لپاره د یاد ریاست د چمتووالي په اړه له ولایتي مسوولینو سره معلومات شریک کړل.
په ورته وخت کې، د کونړ امنیه قومندان الحاج مولوي ضیاالحق حامد رسنۍ د پیغام رسونې اغېزمنه وسیله یاده کړه او په ولایتي کچه یې د رسنیز بهیر د لا پیاوړتیا لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د دغه سفر په لړ کې، د کورنیو چارو د وزیر محترم خلیفه صاحب سراجالدین حقاني د لوریینې له مخې د مرکزي روزنتون ۶۰۰ زده کوونکو ته د قرطاسیې مرسته ووېشل شوه. همدارنګه، د راغلي پلاوي له خوا د عامه پوهاوي د زیاتوالي په موخه بېلابېل تبلیغاتي توکي هم ولایتي مسوولینو ته ډالۍ شول.