د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ لسګونه تنه اداري منسوبین له مسلکي سیمینار څخه فارغ شول.
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ۲۸ تنه اداري منسوبین د مسلکي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته، د «صحرا باغ» له تعلیمي مرکز څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
په دې مراسمو کې د خوست د امنیه قوماندانۍ یو شمېر مسوولینو د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل چې د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره، منسوبین ورځ تر بلې ډېر اداري او مسلکي مهارتونه ترلاسه کوي او خپلې چارې په لا منظم ډول پرمخ بیايي.
همدا راز مسوولینو په راتلونکي کې د امنیتي منسوبینو لپاره د لا زیاتو ښوونیزو پروګرامونو پر لاره اچولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ګډونوال باید خپلې ټولې زدهکړې د اداري جوړښتونو په خدمت او د دندو د ترسره کولو د بهیر په ښه کولو کې په کار واچوي.