په خوست کې د پنځو موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۸
xzcvzcv

د خوست ولایت د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو غل د پنځو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولی دی.

یاد کس د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پنځه موټرسایکلونه غلا کړي وو. د نوموړي له نیول کېدو وروسته، دوه نور کسان هم ونیول شول چې غلا شوي موټرسایکلونه یې ترې په ټیټه بیه پېرل.

د یادونې وړ ده چې ټول غلا شوي موټرسایکلونه بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.