په درېیو ولایتونو کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو، د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده.
د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه شپږ عرادې موټرسایکلونه او یو شمېر نور توکي هم ترلاسه شوي دي.
همداراز، امنیتي منسوبینو په جوزجان ولایت کې دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو او په اروزګان ولایت کې دوه تنه د غلا او یو بل تن د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو نیولي دي.