د فراه ولایت پولیسو ته ۶۲ عرادې مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو د امنیت د تامین، د مجرمینو د نیولو او پر وخت جنايي پېښو ته د رسېدو په موخه، ۶۲ عرادې تېزرفتار موټرسایکلونه په امنیتي او کشفي منسوبینو ووېشل.
دا موټرسایکلونه د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو منسوبینو، د مرکز امنیتي حوزو، له جنايي جرمونو سره د مبارزې، کورني امنیت او د تروریزم ضد مبارزې مدیریتونو ته ورکړل شول.
یاد وسایط به امنیتي او کشفي ځواکونو سره مرسته وکړي چې په بېړنیو شرایطو کې په چټکۍ سره پېښو ته ځان ورسوي، مجرمین پر وخت ونیسي او د خلکو د امنیت په ساتلو کې اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي.