په هرات ولایت کې د وسلوالو غلو یوه ډله ونیول شوه
د هرات د امنیې قوماندانۍ د دولسمې امنیتي حوزې ځواکونو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې د وسلهوالو غلو یوه ډله نیولې چې په هرات ولایت کې د موټرونو په غلا او د خلکو د کورونو په لوټلو کې یې لاس درلود.
د نیول شویو کسانو څخه پنځه عرادې غلا شوي موټرونه او یو میل توپنچه ترلاسه شوې او نیول شوي غله د پولیسو د پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
ترلاسه شوي وسایط د اسنادو له کتلو وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.