په کابل کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۶
شسیبشسب

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي اقداماتو په ترڅ کې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو  کې ۴۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي، چې تر اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

له نیول شویو کسانو څخه نږدې درې زره د نشه‌يي تابلیتونو ګولۍ، پنځه کیلوګرامه چرس، همدارنګه یو اندازه شیشه او تریاک هم ترلاسه شوي دي.