کې څه باندې ۱۳۰۰ بېاسنادو او د تورو شیشو موټرونه ودرول شول
د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو د ترافیک لوی ریاست سره په ګډې همکارۍ د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې ۱۳۱۰ بېاسنادو او ناقانونه د تورو شیشو لرونکي موټرونه کابل ښار ته په ننوتونکو دروازو کې د تلاشۍ په ځایونو کې درولي دي.
په درول شوو وسایطو کې ۱۲۷ موټرونه د کابل ښار دننه د تلاشۍ په ځایونو کې متوقف شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي. داراز پاتې ۱۱۸۳ موټرونو په ولایتونو پورې تړاو درلوده چې کابل ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځول شوي دي.