پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ لپاره نوې جوړه شوې د اور وژنې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د یادې ودانۍ پرانیستې ته د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال الحاج مولوي شېر احمد روحاني او نور مسوولین او عام خلک راغلي وو.
مرستیال والي شیخ انعام الله "صلاح الدین" په خپلو خبرو کې د دې ودانۍ جوړېدل د اسلامي امارت د ژمنو یوه ښکاره نښه وبلله او زیاته یې کړه: «د خلکو امنیت، راحت او خدماتو ته رسېدنه زموږ لومړیتوب دی.
الحاج مولوي شیر احمد «روحاني» د ودانۍ تخنیکي مشخصات بیان کړل او ویې ویل چې دا ودانۍ د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې چې، په معیاري اداري دفترونو، اطفایوي وسایطو لپاره ګراج، کارکوونکو لپاره اسانتیاوو او نورو اړینو برخو سره سمبال ده.