د کورنیو چارو وزارت ویاند د خوست ولایت له وياندويانو او خبریالانو سره وکتل

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
شیبش


د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين "قانع" خوست کې په جوړې شوې مطبوعاتي ناسته کې د خپلې وینا په پیل کې خوست ولایت د غازیانو، مجاهدینو او اتلانو ستر مرکز وباله، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هر ډول متجاوز او یرغلګر پر وړاندې په پوره مېړانه مبارزه کړې او تل یې خپل دغه تاریخي او غیور ټاټوبي څخه دفاع کړې ده، نوموړي د فرضي کرښې په اړه د وروستیو نښتو په تړاو د رسنیو رول وستایه او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ باید تل د ملي ګټو او علیا مصالحو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.


هغه زیاته کړه: نن، الحمدلله، د خوست د ولسونو او د ټول افغان ملت د مبارزو په نتیجه کې، په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، چې له برکته یې اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز او رسنیز پرمختګونه رامنځته شوي دي، چې د رسنیو رول د دغو لاسته‌راوړنو په انعکاس کې مهم او مثبت دی او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت د شرعي اصولو مطابق به تل له رسنیو سره همکار پاتې شي،


 ښاغلي قانع د خپلو خبرو په دوام کې د رسنیو، ویاندویانو او قلمي مبارزینو یووالی وستایه او دا یې د اسلامي امارت د ملي اجماع او متقابل درناوي څرګندونه وبلله چې د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د پوهاوي او د ملي ګټو د خوندي ساتنې لپاره حیاتي دی او زیاته يې کړه، چې د شلو کلونو جهاد په پایله کې دغه اسلامي نظام رامنځته شو او د دې نظام د دوام لپاره د رسنیو ونډه مهمه ده ځکه چې غربي مطبوعات د اسلامي نظام پر ضد تبلیغات کوي، نو ملي رسنۍ باید د حقایقو په بیان، د ولسونو د ذهنونو روښانه کولو او د ناسم تبلیغاتو په خنثی کولو کې فعاله رول ولوبوي.


ښاغلي قانع د تبعیض، قوم‌پرستۍ او ژبني تعصباتو له منځه وړل د اسلامي نظام لاسته‌راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د شخصي ګټو پر ځای د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.


په پای کې د ناستې ګډونوالو د کورنیو چارو وزارت له پلاوي مننې سربېره ویې ویل، چې د خوست رسنۍ د ولس د پوهاوي، فرهنګي بیدارۍ او ښوونې په برخه کې مهم رول لري او ژمنه يې وکړه، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې به تل خپل مسؤلانه فعالیت ته دوام ورکوي.