هرات او غزني کې؛ پولیسو ۱۲۲ روږدي له بستر وروسته کورونو ته رخصت کړل

د هرات امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۰ تنه روږدي چې پخوا یې د هرات ښار له مختلفو برخو راټول کړي وو له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، د غزني امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو ۲۲ روږدي له بستر وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.