۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۱۳
sdfgsd

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له روستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په نهو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، قاچاق، جعلي پیسو پلور، نښتې او اخلاقي فساد په تړاو ۲۲ تنه نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.
له منځه یې؛ څلور تنه په جوزجان، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په کندهار، دوه تنه په هرات او څلور تنه په دایکندي، ننګرهار، پکتیا او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.

په ورته مهال، د کاپیسا امنیې قومندانۍ منسوبینو اته تنه د ډله‌‌ییز جنګ په تړاو نیولي چې له کبله یې یو تن وژل شوی و او اته تنه ټپیان شوي وو.