۱۱۰ روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
د هلمند ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۱۰
روږدي، چې پخوا یې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو د بستر په موخه راټول کړي وو، د درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل.