پنځو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه د غلاوو او قتل په تړاو نیولي

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندهار، سمنګان، هرات، بدخشان او ننګرهار کې ۲۷ تنه د غلاوو او وژنې په تړاو نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۰ تنه د ۱۶ موټر سایکلونو د غلا په تړاو په کندهار، اته تنه د غلا په تړاو په سمنګان، اوه تنه په هرات، یو وسله وال غل په ننګرهار او یو تن د وژنې په تړاو د بدخشان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.