هرات او نیمروز کې؛ پولیسو د څه باندې ۱۱ کیلو ګرامه نشه یي توکو مخنیوی کړی

د نیمروز د لویې لارې عمومي کنډک منسوبینو یو تن د ۱۰ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
همداراز، د هرات په اسلام کلا بندر کې سرحدي ځواکونو یو تن چې غوښتل یې څه باندې یو کیلو ګرام چرس له هېواد څخه دباندې قاچاق کړي نیولی دی.
نیول شوي کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.