۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۹۶ روږدي د بستر په موخه راټول او ۱۶ نور له درملنې وروسته رخصت کړي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۲:۴۴
شسیبشسیبش

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې ۴۶ تنه په پروان، ۱۶ تنه د کابل په پغمان ولسوالۍ، ۱۶ تنه په فاریاب، ۱۴ تنه په لغمان او ۴ تنه په هلمند کې د بستر په موخه راټول کړي او ځایي روغتیایي مرکزونو ته یې لېږدولي دي.
همداراز، پولیسو په غزني ولایت کې ۱۶ روږدي چې پخوا یې په یاد ولایت کې د بسترولو په موخه راټول کړي وو له درملنې وروسته کورونو ته رخصت کړي دي.