۹ ولایتونو کې؛ ۳۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو په نیمروز، سمنګان، هرات، کندز، بادغیس، بلخ، خوست، پروان او بغلان کې د غلاوو، دوکې، غصب او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۴ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په سمنګان، دوه تنه د غصب او یو تن د وژنې په تړاو په هرات او څلور وسله وال او مسلکي غله د کندز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، دوه تنه له وسلو سره لاس په لاس د وژنې په تړاو په بادغیس، یو غل په بلخ، یو تن په جعلي اکاونټ د خلکو د دوکه کولو په تړاو په خوست، یو غل په پروان او یو تن د وژنې په تړاو د بغلان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.