تازه خبرونهنور دلته
د بغلان په پلخمري ښار کې د امنیتي څار په موخه د ښار په څلور لارو او مهمو ځایونو کې ۳۵۰ امنیتي کامرې ولګول شوې.
په ښارونو کې د امنیتي کامرو لګول د کورنیو چارو وزارت د پنځه کلن ستراتيژیک پلان برخه ده چې د تامیناتي چارو معینیت د ټیکنالوژۍ ریاست له لورې یې د نصب چارې ترسره کیږي.
پروان کې له ۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د پروان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له پنځوسو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره چې د یوې کمېټې په وسیله اړمن پېژندل شوي وو د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت. . .
کندز کې؛ پولیسو د نقلیه وسایطو د غلا ۱۰ کسېزه ډله ونیوله
د کندز امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلو لس کسیز وسله وال بانډ چې په کندز ښار او ولسوالیو کې یې څو موټر سایکلونه او موټرونه غلا کړي وو او غوښتل یې چې دغه وسایط د. . .
بغلان کې؛ ۵۵ روږدي له بستر او درملنې وروسته کورونو ته رخصت شول
د بغلان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۵ تنه چې پخوا روږدي وو او پولیسو د یاد ولایت له بېلابېلو برخو څخه یې راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې په. . .
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.
راغلیو میلمنو د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف، د هغه. . .
امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۱۸ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په پنځو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۸ تنه د غلا، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو. . .
د کندهار د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۶۵۰ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ او د یوې شاندارې غونډې او نظامي نندارو په ترڅ کې ټولنې ته وړاندې شول.
په غونډه کې د کندهار والي حاجي ملا شیرین اخوند، مرستیال والي مولوي محمد صادق انقلابي، امنیه قوماندان او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د کندهار والي له فارغو منسوبینو وغوښتل چې. . .
په اتو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
امنیتي ځواکونو د هیواد په اتو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، جوارګرۍ او نامشروع اړیکو ساتلو په تړاو ۱۸ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل. . .
۳ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۲ روږدي د بستر په موخه راټول کړل
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په دوام کې د څو جلا عملیاتو په مهال ۳۱ کسان په کابل، ۸ تنه په اورزګان او درې تنه په پروان ولایت کې راټول کړي او د بستر. . .