خبرونه
ننګرهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په مهمندرې، روداتو او خوګیانو ولسوالیو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د مهمندرې په ګردي غوث، د روداتو په. . .
بلخ کې د ترهګرو طالبانو اکمالاتي مسوولین ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د اکمالاتي مسوولینو د نیولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه هر یو شاهپور،. . .
د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ لړۍ
نن ماسپښین د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه له یادو منسوبینو او د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره. . .
پکتیکا کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
تېره ورځ د پکتیکا ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد کس د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په سه ګاڼه کلي کې نیول شوی دی.
نیول شوي کس څه. . .
فراه کې د ماین جوړونې دوه کارخونې له منځه یوړل شوې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په فراه ولایت کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې دوه لویې کارخونې له منځه وړې او په همداراز ۱۵ ترهګرو طالبانو ته یې مرګ. . .
هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
یاد کس څه موده دمخه د هرات ښار د لومړۍ حوزې په پُل رنګینه سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا د ښونځي پر لاره تښتول شوی و او د شپږمې حوزې په اړوند یوه استوګنیز کور کې ساتل کېده.
د تښتول شوي. . .
فراه کې دوه تنه د غلا په تړاو ونیول شول.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه په فراه ښار کې د غلا په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د دویمې ناحیې له اړوند سیمو له یوه استوګنیز کوره د مالونو د غلا په تور له پېژندنې وروسته. . .
کابل کې یو کس د چپاولګرۍ په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو تن د چپاولګرۍ په تړاو د ۱۹ حوزې له اړوند سیمو نیولی دی.
یاد کس د کابل ښار د ۱۹ حوزې له ارزان قیمت سیمې د یو سیټ موبایل او یو شمېر پیسو د. . .
کابل کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې نیول شوي، چې له نیول. . .
