بلخ کې د ترهګرو طالبانو اکمالاتي مسوولین ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د اکمالاتي مسوولینو د نیولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه هر یو شاهپور، غورځنګ او څرګند د ماشک کلي له اړوند سیمو نیولي دي.
یادو کسانو په بلخ کې د ترهګرو طالبانو د اکمالاتو مسوولیت پر غاړه درلود او له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې او مهم اسناد هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همداراز د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه نور له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.