خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکيان د ماین چاودنې له امله شهیدان شوي.

تېره ورځ د فراه ولایت د مرکز اړوند په کارېز شیخان کلي کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د سیمې یو موټر پرې ختلی او په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکیان. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

لوګر کې درې ترهګر طالبان د خپل لاس ماین چاودنې له امله ووژل شول.

د لوګر ولایت د مرکز په دو بندي سیمه کې څلورو ترهګرو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سړک غاړې ماینونو پر جوړولو بوخت وو.
یاد ماینونه پر ترهګرو وچاودل، چې په ترڅ کې یې درې. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

پکتیکا کې څلور ماین خښوونکي ونیول شول.

تېره ورځ د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي.
یادو ماین خښوونکو منلې چې په سروضه کې یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ نښتو او ماین چاودنو کې لاس درلود. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۹:۲۳
Background image

پکتیکا کې ۹۰ ترهګر طالبان ووژل شول.

د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو نهه ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۹۰ ترهګر طالبان وژل شوي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر موټرسایکلونه،. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

فراه کې ۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونه د فراه ولایت د مرکز په شیخا کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۷:۳۲
Background image

د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په تړاو د ولايتونو د امنيه قومندانيو ډاډ

د هرات، کاپيسا، بلخ، پکتيا، جوزجان، سمنګان او باميان ولايتونو امنيه قومندانيو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ.
ديادو ولايتونو امنيه قومندانانو د ټاکنو له ولايتي چارواکو سره په کتنه کې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۶:۶
Background image

د ټاکنو امنیت د ترسراوي کمیټې ګډه نوبتي غونډه

د ټاکنو امنیت د ترسراوي کمیټې ګډه غونډه په کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو د ترسراوي د زیربطو بنسټونو د لا زیاتې همغږۍ، په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت او د دې ملي پروسې د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د انار درې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال او استخباراتو د مسوول په ګډون ۳۵ ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره شپه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۲:۲۶
Background image

له کابل او بدخشان څخه ۲۵۰ روږدي ټول شوي او په شپږو ولایتونو کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، ننګرهار، هرات، خوست، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې. . .

Pagination