له کابل او بدخشان څخه ۲۵۰ روږدي ټول شوي او په شپږو ولایتونو کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، ننګرهار، هرات، خوست، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د ننګرهار له اچین او خوګیاڼیو له ولسوالیو، دوه تنه د کابل له پغمان ولسوالۍ او د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره، یو تن د فاریاب د میمنې ښار د پنځمې ناحیې له اړوند سیمو، درې تنه د هرات له ګذرې ولسوالۍ، یو تن له خوست ښار څخه او یو بل یې له کندهار ښار څخه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر چرس، شیشه، هیرویین، تریاک او تابلېت K هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په همدې حال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دوو بېلو علمیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له درېیمې، پنځمې، شپږمې، اتمې او اولسمو ناحیو له اړوند سیمو څخه ۲۱۰ تنه روږدي او همداراز ۴۴ تنه نور د بدخشان ولایت له فیض اباد ښار څخه راټول او د درملنې په موخه روغتون ته ورپېژندل شوي دي.