خبرونه
کابل، لوګر او کندوز کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د هدفي وژنو د سازماندهي په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل، لوګر او کندوز ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د هدفي وژنو د. . .
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار حوزو امرینو ته لارښوونه وکړه، څو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د ښاري امن او نظم د ټینګښت په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون ماښام د کابل ښار حوزو له امرینو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی کړنې او فعالیتونه د ستاینې وړ یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې یادې چارې د امنیت. . .
سرپل او ننګرهار کې شپږ تنه د ۲۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د سرپل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پینځه تنه د ۱۳۲ کیلوګرامه هیرویینو او ۵۳ کیلوګرامه ښيښې د ساتنې او لېږدونې په تړاو نیولي دي.
بل. . .
د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې څلور تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د حامد کرزي او د کندهار ولایت د نړیوال هوایي ډګرونو منسوبینو څلور تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو نږدې څلور کیلوګرامه نشه یي توکي په سفري بیک او ګېډو. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او نظامي کارپوهانو سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو له کارپوهانو سره وکتل او په ګډه یې روژه ماتی وکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر یادو کارپوهانو ته په. . .
دوه ترهګر چې په کندهار او هلمند کې یې چریکي بریدونه ترسره کول، ووژل شول
د کندهار پولیسو هغه ترهګر چې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې پر پوستو یې لاسي بمونه ګوزار کړي وو، وژلی دی.
یاد ترهګر د کندهار ښار د درېیمې حوزې په ملایان سیمه کې د پولیسو پر پوستو د. . .
کندهار کې د یوه ماین خښوونکي ترهګر د نیول کېدو سربېره؛ غزني، ننګرهار او فراه کې له درېیو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی
کندهار پولیسو یو ترهګر د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیولی دی.
یاد ترهګر د کندهار ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه اوپراتیفي اقدام په پایله کې نیول شوی او د. . .
ننګرهار کې له یوې ترورېستي پېښې مخنیوی شوی
د عامه امن منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې یو ماین خښوونکي له پینځو کړیو ماینونو سره یو ځای نیولی دی.
یاد کس ماینونه او نور چاودېدونکي توکي په یو عراده. . .
کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو. . .
