پنځو ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو ۳۱ کسان ونیول شول

نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو پرمهال ۲۱ تنه د یادو توکو خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
په ورته وخت کې، د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو اووه تنه په تېره اونۍ کې په خوست، یو تن په بغلان او په هرات کې د نشه یي توکو یوه کارخونه، چې ۸۰۰ کیلو ومان هم پکې وو، ترلاسه او وسوځول شوه.