خبرونه
امنیتي ځواکونو د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ تصرف کړه
امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅونونو په ملاتړ د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یاده ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړه.
د ورسج ولسوالۍ. . .
سمنګان کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په ځوابیه بریدونو کې ترهګرو ته درنه. . .
لوګر کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
فراه کې په هوایي بریدونو کې د ترهګرو طالبانو د څو مخکښو غړو په ګډون ۶۵ طالبان وژل شوي
تېره ورځ د هېواد هوایي ځواکونو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په سور، دهک، کباني، ادې مساو او شهر کهنه سیمو کې د ترهګرو طالبانو پر ټولنو هدفمند بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د. . .
کندوز ښار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په ګړندۍ توګه پر مخ روان دي
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي او اوسمهال د پرمختګ په درشل کې دي.
په دې عملیاتو کې دوښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.
پکتیا کې ۱۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.
د دې. . .
کندهار کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو کومانډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کندهار ښار په ځینو ناامنو سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ ترهګر طالبان. . .
پکتیا کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په چینو کلي کې د ترهګرو طالبانو د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان شوي او ۲. . .
خوست کې ۱۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د دې نښتو پر مهال د ترهګرو. . .