په شپږو ولایتونو کې ۲۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په جلا جلا عملیاتو کې، ۵ تنه غله په نیمروز، ۴ تنه د یوه موټر د غلا په تړاو په ننګرهار، یو تن د لرګیو د قاچاق په تړاو په کونړ، یو تن د یوه موټر سایکل د غلا په تړاو په پکتیکا او یو بل تن غل په هرات ولایت کې نیولي دي. همداراز د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې ۸ کړۍ لاسي بمونه هم کشف او ضبط شوي دي.
په ورته وخت کې، د هلمند ولایت امنیې قوماندانۍ پولیسو هم په جلا عملیاتو کې د یاد ولایت د درېیمې او نهمې حوزې او همدارنګه په ګرشک، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي، چې له دوی څخه دوه موټر سایکلونه، یو موټر، دوه سیټه موبایلونه او نور توکي ترلاسه شوي دي.