​د بلخ ولایت د روږدو د درملنې له زر بستریز مرکز څخه ۲۵۰ تنه له درملنې او حرفوي زده کړو وروسته رخصت شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۱۷
ZXcZC

​د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د معتادینو د درملنې له زر بستریز مرکز څخه ۲۵۰ تنه روږدي کسان له بشپړې روغتیا او فني زده کړو ترلاسه کولو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

​دا کسان چې وړاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري راټول شوي وو، د درملنې ترڅنګ ورته د خیاطۍ، بوټ او بېک جوړونې او د برېښنایي وسایلو د ترمیم په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي. مسوولین وایي چې اوسمهال په دغه مرکز کې سلګونه نور کسان هم تر درملنې لاندې دي چې د روغتیا او زده کړو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.