۹ ولایتونو کې؛ ۳۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۴۴
sfsff

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ګړیو راهیسې په ۹ ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا، ځورونو، ناقانونه وسلو لرلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، پنځه غله او دوه تنه د ناقانونه وسلو او مهماتو لرلو په تړاو په کندهار، پنځه غله په کندز، څلور تنه د ځورونو په تړاو  په تخار، درې غله په ننګرهار، څلور تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو په سمنګان، دوه مسلکي غله په غور، درې غله په سرپل، یو غل په فراه او دوه تنه په غزني کې د ويښتو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.