۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو ونیول

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې منسوبینو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د غلا، قاچاق، د نظامي تجهیزاتو د پېر او پلور او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۷ تنه نیولي چې د لومړنیو څېړنو بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په سمنګان، درې تنه د ۱۰ میلونه پاکستانۍ کالدارو د قاچاق په تړاو په کندهار او درې تنه د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د لاسي بمونو او نظامي تجهیزاتو د پېر او پلور په تړاو نیول شوي دي.
په ورته مهال، پولیسو پنځه تنه په ننګرهار، یو تن له دوه میله وسلې سره په فاریاب، دوه وسله وال کسان په غور، یو تن په سرپل او یو تن د غزني ولایت په مربوطاتو کې د غلا په تړاو نیولی دی.