۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۵ تنه نیولي او یوه اندازه وسلې او تجهیزات یې کشف کړي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۹
fdfdf

پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په نیمروز، کندز، فاریاب، فراه، سمنګان، تخار او خوست کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۵ تنه نیولي دي.

له منځه یې، نیمروز کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، فاریاب کې څلور تنه د سلو ګرځولو او نظامي تجهیزاتو د لرلو په تړاو، شپږ مجرمین په کندز، دوه غله په سمنګان، دوه غله په فراه، دوه تنه د څارویو د غلا په تړاو په تخار او یو غل په خوست کې نیول شوی دی.
ورته مهال، پولیسو په غزني او فاریاب کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.