۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند، لغمان، پروان، بغلان، بامیان، سرپل، سمنګان او پکتیکا ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو، ۱۲ کیلو ګرامه چرس، یو زر او ۴۰۰ نشه یي ګولۍ او یوه اندازه شیشه ترلاسه شوې ده.