۸ ولایتونو کې؛ امنیتي ځواکونو ۱۷ تنه نیولي او درې میله وسله ترلاسه کړې ده

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۴
asdfa

پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلا، قتل، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، شپږ تنه په هرات، څلور تنه په ننګرهار، درې تنه په بلخ، یو تن په فراه، یو تن په جوزجان او یو بل تن د دایکندي ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

په ورته مهال، د غزني ولایت امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د پلټونکي عملیات په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف او دوه میله تومانچې د یاد ولایت په مربوطاتو کې موندلي او ضبط کړي دي.