۸ ولايتونو کې؛ پوليسو ۲۹ تنه نيولي او وسلې او مهمات يې ضبط کړي
امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، قمار او له کوره د تېښتې په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له منځه یې، اته تنه په کاپیسا کې د څارویو د غلا په تړاو، پنځه جواګر په بلخ، پنځه تنه د وژنې په تړاو په بادغیس، پنځه د موټرونو غله په تخار، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان، دوه غله په پکتیکا او دوه تنه په ننګرهار کې د نغدو پیسو او سره زرو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال پولیسو په پکتیکا او غور کې یوه اندازه وسلې او مهمات ضبط کړي او د لسګونه ټنه لرګیو د قاچاق مخه یې نیولې ده.