۷ ولایتونو کې؛ ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۲۵
شسیبشسبی

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په بلخ، هرات، کندز، هلمند، پکتیکا، لغمان او کابل کې د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې دوسیې به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نیول شوو کسانو ۹ کیلو ګرامه تریاک، ۴ کیلو ګرامه شیشه، یوه اندازه چرس، هیرویین او نشه یي ګولۍ لاسته راغلي دي.