۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو ونیول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۵۶
سبیبیبیس

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۸ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیولي دي. له منځه یې، پنځه تنه په فراه، څلور تنه په سرپل، درې تنه په هرات، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په بادغیس، یو تن په پکتیکا او یو تن د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.