۷ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو څو کارخوني کشف او ۶۰ روږدي راټول کړي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۱۵
vxczvc

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې د اورزګان ولایت په ترینکوټ ښار او دهراود ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د پروسس څو کارخوني کشف او سوځولي دي.
همداراز، پولیسو په هیواد کې د روږدو د راټولولو په لړ کې ۳۶ تنه په فاریاب، ۱۵ تنه په غزني، ۵ تنه په پروان، دوه تنه په سمنګان او دوه تنه په فراه او لغمان کې د بستر په موخه راټول کړي او روغتیایي مرکزونو ته یې لېږدولي